د حيواني روغتيا رياست کې د ميکروبي مقاومت د پوهاوی ورکشاپ دائره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۶:۳۵
ورکشاپ آگاهی‌دهی مقاومت میکروبی در ریاست صحت حیوانی برگزار شد


۲۶ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حيواني روغتيا لوی رياست، د نړيوال روغتيايي ادارې او کابل پوهنتون په همغږۍ د ميکروبي مقاومت د پوهاوی ورکشاپ دائره کړه.
په دې پروکرام کې يوشمېر وټرنر ډاکټران، د چرګانو، غواوو، او کبانو فارم لرونکي او د لبنياتو د پروسس د يوشمېر شرکتونو مالکان ګډون کړی او د دوو ورځو لپاره ادامه لري.
په دې پروګرام کې، دکرنې وزارت د حيواني روغتيا لوی رييس مفتی ذاکرالله وويل:« د ميکروبي مقاومت د پوهاوی پروکرام د دوو ورځو لپاره په لاره اچول شوې ده او  فارم لرونکو، د لبني شرکتونو مالکانو او وټرنر ډاکټرانو ته ډېره ګټوره برنامه ده".
مفتی ذاکرالله زياته کړه: "څارويو او انسانانو ته د درملو غيرمنطقي کارونه او تجويز، صحي اوبو ته د لاس رسی کمښت او له انټي بيوټيکونو څخه غير منطقي استفاده کول هغه لارې چاې دي، چې د ميکروبي مقاومت د زياتوالي لامل کېږي".
په همدې حال کې د کابل پوهنتون د وټرنرۍ پوهنځۍ رييس ډاکټر شېرشاه سادات د کرنې وزارت سره د کابل پوهنتون د اړيکو پر پراختيا د ټينګار ترڅنګ وويل : "د کابل پوهنتون د هېواد په کچه يواځنۍ اکاډميک مرجع ده او د پوهاوی دا پروکرام زموږ د ټولو لپاره ډېر د ارزښت وړ دی".
هغه زياته کړه: "په انسانانو، څارويو او بوټو کې د انټي ميکروبي درملو له ډېره استفاده د ميکربي مقاومت لامل کېږو، کله چې باکټري د انټي بيوټيک تر اغېز لاندې راځي په کې د بدلون امکان پيداکېږي يعني د باکټري په ژنټيکي اطلاعاتو کې بدلون باکټري ته د درملو پر وړاندې د مقاومت ځواک ورکوي. د ميکروبي ضد مقاومت يا (AMR یا AR)  هله رامنځته کېږي، چې ميکربونه په خپلو کې ميکانيسونه جوړ کړي، چې دغه ميکانيسونه د ميکربي ضد درملو د اغېزو پر وړاندې خنډ جوړوي. ټول ميکروبي صنفونه کولای شي، چې مقاومت رامنځته کړي. په دې وروستيو کې د ميکروب ضد درملو د غير منطقي کارونې له وجې په انسانانو او څارويو کې درمليز مقاومت مخ پر زياتېدو دي.

ورکشاپ آگاهی‌دهی مقاومت میکروبی در ریاست صحت حیوانی برگزار شد
۲۶ اسد ۱۴۰۱ هـ.ش
ریاست عمومی صحت حیوانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در هماهنگی به سازمان صحی جهان و پوهنتون کابل ورکشاپ آگاهی‌دهی مقاومت میکروبی  را دایر نمود.
در این برنامه شماری از داکتران وترنر، فارم‌داران مرغ، گاو، ماهی و مالکین شرکت پروسیس کننده لبنیات اشتراک کرده و مدت دو روز ادامه خواهد داشت.
مفتی ذاکرالله رییس عمومی صحت حیوانی وزارت زراعت در این باره گفت:« برنامه آگاهی‌دهی مقاومت میکروبی به‌مدت دو روز راه اندازی شده است و برای فارم‌داران، مالکین شرکت‌ها لبنی و داکتران وترنر خیلی مفید است".
مفتی ذاکرالله افزود: " تجویز و مصرف غیر منطقی داروها،  کمبود دسترسی به آب تمیز و بهداشتی چه برای انسان‌ها و چه برای حیوانات و استفاده غیر منطقی از آنتی‌بیوتیک‌ها از عواملی است که منجر به بروز افزایش مقاومت میکروبی می‌شود".
در همین حال داکتر شیرشاه سادات رییس دانشکده وترنری پوهنتون کابل ضمن تاکید روابط گسترده پوهنتون کابل با وزارت زراعت گفت: پوهنتون کابل یگانه مرجع اکادمیک کشور بوده است این برنامه آگاهی‌دهی خیلی با ارزش است برای همه".
وی علاوه کرد: استفاده نامناسب و بیش از حد از داروهای آنتی میکروبی در انسان‌ها، حیوانات و گیاهان نخستین علت بروز مقاومت میکروبی می‌باشد، وقتي باكتري در معرض آنتي بيوتيك قرار مي‌گيرد، امكان بروز جهش در آن وجود دارد يعني تغيير در اطلاعات ژنتيكي باكتري، توانايي مقاومت به دارو  را به باكتري مي‌دهد.
مقاومت ضد میکروبی (AMR یا AR)  زمانی اتفاق می‌افتد که میکروب‌ها مکانیسم هایی را در خودشان به‌وجود می‌آورند که از آن‌ها در برابر اثرات داروهای ضد میکروبی محافظت می‌کند، همه صنف‌های می‌کروبی می‌توانند مقاومت ایجاد کنند، امروزه مقاومت دارویی، به دلیل استفاده از داروهای ضد میکروبی در انسان و سایر حیوانات رو به افزایش است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت