د سېلاب ځپلو کوچیانو د ستونزو هوارولو په پار غونډه وشوه
۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه.ق
د سروبي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مدیریت مدیر په مشرۍ ددې ولسوالی د حسن خېلو د ایرو منځې د کلي ځایي کوچیانو سره چې څو ورځې مخکې یې د اورښتونو له وجې څه باندې ۹۰۰ راسه څاروي له منځه تللي دي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې، سېلاب ځپلو کوچیانو پخپل وار خبرې وکړې او د خپلو څارویو تلفات یې په ویډیو يي او انځوریزه بڼه وړاندې کړل.
د کوچیانو په استازیتوب حاجي غونډو کاکا وویل: «د چهارشنبې ورځ او ورسره د پنجشنبې په شپه د سخت اورښت او سېلابونو او ورپسې د یخنې له امله زموږ ټولټال 990 راسه مالونه تلف شوي دي او پاته مالونه اوس هم له سخت حالت سره مخ دي».
په دې غونډه کې دسروبي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مدیر د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې دکرنې وزارت له مشرتابه سره شریکوي او د دوی د ستونزو د حل په پار به له دوی سره اړینې مرستې ووشي.
