د سېلاب ځپلو کوچیانو د ستونزو هوارولو په پار غونډه وشوه

mail-admin
Wed, Jun 29 2022 10:13 AM
د سېلاب ځپلو کوچیانو د ستونزو هوارولو په پار غونډه وشوه


۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د سروبي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مدیریت مدیر په مشرۍ ددې ولسوالی د حسن خېلو د ایرو منځې د کلي ځایي کوچیانو سره چې څو ورځې مخکې یې د اورښتونو له وجې څه باندې ۹۰۰ راسه څاروي له منځه تللي دي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې، سېلاب ځپلو کوچیانو پخپل وار خبرې وکړې او د خپلو څارویو تلفات یې په ویډیو يي او انځوریزه بڼه وړاندې کړل.
د کوچیانو په استازیتوب حاجي غونډو کاکا وویل: «د چهارشنبې ورځ او ورسره د پنجشنبې په شپه د سخت اورښت او سېلابونو  او ورپسې د یخنې له امله زموږ ټولټال 990 راسه مالونه تلف شوي دي او پاته مالونه اوس هم له سخت حالت سره مخ دي».
په دې غونډه کې دسروبي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مدیر د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې دکرنې وزارت له مشرتابه سره شریکوي او د دوی د ستونزو د حل په پار به له دوی سره اړینې مرستې ووشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS