کندهار ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال سفر
۶لړم 1400 هـ.ش
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال شمسالدین شریعتي او ور سره مل پلاوي، ګټې اخيستنې ته دکرنيزو محصولاتو مديرت پروژې د بشپړ شويو پروژو په پار کندهار ته سفر وکړ.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال شمسالدین شریعتي، ګټې اخيستنې ته د سړوخونو د سپارلو په لړ کې دکرنې وزارت برنامې تشريح کړل هغه وويل، ياد وزارت هلې ځلې کوي، چې بزګرانو ته د سړوخونو سمه کارونه ور وښيي ترڅو بزګران وکولای شي، چې له دغو سړوخونو سمه ګټه پورته کړي.
د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال زياته کړه، دکرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې د آمو، موسیکلا او د اوبولګولو ټولې پروژې په سمه توګه پلي شي.
ښاغلی شريعتي ددې سفر په لړ کې له يو کرنيز کمپلکس (ټولګه) او دملکو شرکت څخه هم ليدنه وکړه. ياد کمپلکس انار په نړيوالو اسټنډرډونو برابر پروسسوي او د ملکو شرکت د شېدې ټولولو او کرنيزو محصولاتو د پروسس په برخه کې فعاليت لري.
په همدې حال کې، دکرنې وزارت د اوبولګولو اوطبيعي سرچينو مرستيال له يوشمېر بزګرانو سره هم وکتل.
په دې کتنه کې بزګران دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرحينو مرستيال سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او دشته ستونزو د حل غوښتونکي شول.
د يادونې وړ ده، چې ددې سفر په ترڅ کې ۹۱۲مميزخونې، د انارو ساتنې په پار ۵۲سړې خونې او د كچالو څلور زېرمتونونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
