کندهار ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال سفر

user-admin
Thu, Oct 28 2021 3:09 PM
کندهار ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال سفر


۶لړم 1400 هـ.ش 
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال شمس‌الدین شریعتي او ور سره مل پلاوي، ګټې اخيستنې ته دکرنيزو محصولاتو مديرت پروژې د بشپړ شويو پروژو  په پار کندهار ته سفر وکړ.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال شمس‌الدین  شریعتي، ګټې اخيستنې ته د سړوخونو د سپارلو په لړ کې دکرنې وزارت برنامې تشريح کړل هغه وويل،   ياد وزارت هلې ځلې کوي،  چې بزګرانو ته د سړوخونو سمه کارونه ور وښيي ترڅو بزګران وکولای شي،  چې له دغو سړوخونو سمه ګټه پورته کړي. 
د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال زياته کړه،  دکرنې وزارت هلې ځلې کوي،  چې د آمو، موسی‌کلا او د اوبولګولو ټولې پروژې په سمه توګه پلي شي.
 ښاغلی شريعتي ددې سفر په لړ کې له يو کرنيز کمپلکس (ټولګه) او دملکو شرکت څخه هم ليدنه وکړه. ياد کمپلکس انار په نړيوالو اسټنډرډونو برابر پروسسوي او د ملکو شرکت د شېدې ټولولو او کرنيزو محصولاتو د پروسس په برخه کې فعاليت لري.
په همدې حال کې،  دکرنې وزارت د اوبولګولو اوطبيعي سرچينو مرستيال له يوشمېر بزګرانو سره هم وکتل.
په دې کتنه کې بزګران دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرحينو مرستيال سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او دشته ستونزو د حل غوښتونکي شول.
د يادونې وړ ده،  چې ددې سفر په ترڅ کې ۹۱۲مميزخونې، د انارو ساتنې په پار ۵۲سړې خونې او د كچالو څلور زېرمتونونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS