مالي او حسابي چارو ریاست

mail-admin

مالي او اداري چارو  معینیت

مالي او حسابي چارو ریاست

د کرنې وزارت د مالي او حسابي چارو  ریاست مسؤلیتونه او دندې

  • د دولت د قوانینو او پالیسی مطابق  د ملی او حسابي چارو  ریاست  موخو او  پروګرامونو طرحه او پلي کول.
  • د وزارت د عمومي لومړیتوبونو او موخو  د لاسته راوړلو په پار   په دقیق  او روښانه  توګه او  همدا راز  په وخت سره د مالی او حسابي خدمتونو وړاندې کول.
  • د مالي او حسابي چارو ریاست اداره، رهبري، پلان جوړونه، کنترول، مراقبت او د دې  ادارې د کارکوونکو د کارونو ارزونه کول.
  • د بودیجوي متحدالمالونو په آډانه کې د وزارت د  کلنئ  عادي او پراختیايي بودیجې طرحه، ترتیب او تنظمیول. همدا راز د منظور شویو پیشنهادونو څخه ډاډ تر لاسه کول او د وزارت او دولت د مالي  اړتیاوو په پام کې نیولو سره یې د پړاونو  تر سره کول.
  •   په سیستم کې د منظور شویو دلایلو د ثبت  او د بودیجې  څخه د ګټې اخیستنې   د پروسې په برخه کې د بیلا بیلو بودیجوي فورمو  ترتیبول او  نورې چارې یې مخ ته وړل.
  • د وزارت د منظورې شوې  بودیجې په مطابقت کې د کلنیو عادي او پراختیايي مالي پلانونو ترتیبول او نورې کاري چارې یې مخ ته وړل.
  • د عادي او پراختیايي بودیجې ترتیبول، کنترول او د ځانګړ شویو حوالو تر سره کول او همدا راز  د وزارت په داخل  کې، مالیې وزارت کې، ولایتي ریاستونو او داسې نورو ادارو کې    یې کاري پړاونه مخ ته وړل.
  • د وزارت د حق العضویت  په ګډون  دتعدیلاتو (ب23) فورمو  د پړاونو کنترول  او تر سره کول. په بیلا بیلو نړیوالو سازمانونو کې  د یوه ځانګړي کود پر اساس  د مالیې وزارت لپاره ددغه فورمو غوښتنه کيږي، چې وروسته  له هغې د اړوندو سازمانونو حسابونو  ته لیږل کيږي.
  • د کارکوونکو د معاشونو په وخت ترسره کیدو، اضافه کاری او نورو حقوقو او امتیازاتو څخه څارنه کول.
  • د وزارت په سیستم(AFMIS) کې  مصرفیدونکي عادي او پراختیايي حواله جاتو، تظمینونو، تړونونو، معاشونو، اضافه کاری او نورو متفرقه حوالو  ثبتول او د هغې  څیړنه کول.
  •  د وزارت د ټولو مالي او عادي کړنو منظمول او  د  هغې  کنترولول، برسي کول او   له هغې څخه   هر اړخیزه څارنه کول.  
  • د ترسره کیدونکو کړنو  د ښووالي په پار د  عوایدو د آمریت  د شته کړنلارو او لارښوونو څخه  بیا کتنه تر سره کول.
  • د  سکټوري ریاستونو او د کرنې برخې د ټولو ولایتي ریاستونو څخه د عوایدو د راپور اخیستل.
  •  په ډیټابیس کې د عوایدو د  مرکزي او ولایتي  ثبت  شویو ژورنالونو څخه څارنه کول  او همدا راز د ولایتونو د  عوایدو  د راټولنې د څرنګوالي برسي کول.
  •  د ریاستونو، فارمونو، مخابراتي کمپنیو او نورو عایداتي سرچینو د عوایدو تعقیبول  او همدا راز د وزارت د عوایدو د لوړوالي په پار هڅې کول.
  • د ربعوار راپور برابرول او  د مالیې وزارت د کمرکاتو  معینیت، خزاینو ریاست، عوایدو ریاست او نورو اړوندو ادراو ته یې لیږل.
  • د کاری کړنو د ښووالي او پیاړوتیا په پار د موجوده کړنلارو او لارښوونو څخه  بیا لیدنه  او د مالي چارو  ریاست  او داړوندو ولایتي سکټوري ریاستونو د  کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړونې په برخه کې هڅې کول.
  • لوړپوړو چارواکو  ته  او همدا راز په داخل او بهر کې د نورو  اړوندو  غوښتونکو ادارو لپاره په وخت سره د د قیق مالي راپورونو  جوړول.
  • د وزارت د عوایدو  او د  عادي، پراختیايي بودیجې د لګښت کلنئ (قطعې) جوړل او نور کارونه یې مخ ته وړل.
  •  د وزارت له هغه نقدي وجوهاتو څخه څارنه او کنترول کول، چې په نقدي توګه د معتمدینو لخوا اخیستل کيږي، ساتل کيږي او وروسته مصرفیږي.
  • د  مرکزي او  ولایتي ریاستونو، د وزارت د پراختیايي پروژو  او مالیې وزارت سره د اړیکو ټینګولو په پار هڅه کول  او همدا رزا د پروپوزل، د پروژو د  مالي او پلي کیدونکي پلان د جوړیدو په برخه کې  د وزارت له ریاستونو سره د همغږی او اړیکو نیول دي.
  •  د وزیر صیب، معین صیب او نور حکومتي مسؤلینو لخوا د اړوندو سپارل شویو کړنو تر سره کول.