د کورنيو چارو پلټنې ریاست

mail-admin

د کرنې، اوبو لګونې ا ومالدارئ وزارت

د کورنيو چارو پلټنې ریاست

د ادارې لنډه پیژندنه:

د کورنیو چارو پلټنې اداره د وزارتونو او خپلواکو دولتي  ریاستونو  په اډانه کې  د کورنیو چارو د پلتنې ادارو د دوهمې او دریمې مقررې مطابق او د افغانستان اسلامي جمهوریت د وزیرانو شوار د« ۱۳۵۹ /لیندی / ۱۷» نیټې  او د«۲۶۴۴» مصوبې  پر اساس فعالیت کوي.  او د ویوه تشکیلاتي واحد په توکه په مستقیم ډول د دولت د وزیر او امرینو تر  اثر لاندې کړنې ترسره کوي.

د کورنیو چارو پلټونو ریاست په  ۱۳۸۴/۴/۱ نیټه د کرنې وزارت په اډانه کې رامنځ ته شو او  د وزارت د تشکیلاتي جوړښت مطابق  په مستقیم ډول د کرنې وزیر تر اثر لاندې شتون لري او د وزارت د مقام د لارښوونو پر اساس د کلنیو پلانونو منظوریدل او  په لوړه کچه د کورنیو چارو پلټنه او بیا کتنه تر سره کوي. همدا راز نوموړی ریاست  پر دې مکلف دی ، چې د خپلو  تر سره شویو کړونو راپور د  وزارت مقام ته ورکړی.

د افغانستان د کورنیو چارو پلټونو ادارو صلاحیتونه، مسؤلیتونه او کاري آډانه  د ۱۳۵۹ کال د وزیرانو شورا د کورنیو چارو د پلټونو ادارو د مقررې او دافغانستان د اسلامي جمهوری دولت   د عامه لګښتونو د مالی  چارو د مقررې او قانون څخه بڼه اخلی.

دکورنیو چارو د پلټنې اساسي اصول: ریښتنولي، خپلواکي، بي طرفي او د باور  رامنځه کول:

لید لوری:د کرنې وزارت د کورنیو چارو د پلټنې ریاست لید لوری دا دی، چې   د کورنیو چارو د پلټنې اداره یوه اغیزه منه او په نړیوالو معیارونو برابره  اداره وه اوسي، تر څو د کرنې وزارت اړتیاو  ته ځواب ویونکي وي.

ماموریټ: د کورنیو چارو د څیړنو ریاست ماموریت د موجوده خطرونو د کنترول له لارې د وزارت لپاره د مالي او اداري چارو او همدار ارز  د وزارت تر اثر لاندې د عملیاتي واحدنو د ښووالي  په پار د وزارت لپاره  د خپلواکو، موخیزو، د باور وړ او مشورتي  خدمتونو وړاندې  کول دي.

موخه: د کورنی چارو د پلټنې ریاست موخې د نوموړې ادارې په ترسره کیدونکو چارو کې  د ښوالي رامنځ ته کیدو په پار  د اطمینان وړ خدمتونو وړاندې کول او بې طرفه او خپلواکې لارښوونې ورکول دی.د کورنیو چارو د  پلټنې ریاست د یوه منظمې او ښې کړنلارې د رامنځ ته کیدو پر اساس له یادې ادراې سره د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوی او همدا راز د  پروسو  په اغیزمنتوب، کنترول او ارزونې ته یې ښووالي ورکړی.

کاري ساحه/ دندې

  1. د وزارت تر مستقیم اثر لاندې واحدونو، د  اقتصادي او مالي فعالیتونو  په منظم ډول څیړنه او  برسی کول.
  2. د وزارت  په سیتسم کې د کورنیو ادارو د کړنو منظمول.
  3. د وزارت په سیستم کې د څیړنیزو  او کنترلو کوونکو چارو د بشپړوالي په پار  د وړاندیزونو تنظیمول.
  4. د وزراتونو او ادارو لخوا  د کورنی  پلټونو ادراو سره علمي او میتودیکې مرستې کول.
  5. د پلټنې د پایلو پر اساس،  د تولیداتو د اغیزمنوالي د  لوړاوی، د ټولو محصولاتو د بیو د  راټیټوالي، د بشری ځواګ څخه  د ښې ګټې اخیستنې، د مالي او جنسی پانګې د زیرمو ثابتوالي، د ملکیتونو د ساتنې ، د بې اړتیا لګښتونو څخه  د مخنیوی او  له دولتی شتمنیو، پلټونو او دسپلین څخه غیرې معقولې ګټې اخیستنې په پار د پیشنهاد«وړاندیز» برابرول دي.
  6. د وازارت تر اثر لاندې د ټولو واحدونو د لړلیک برابرول.
  7. د صالحو  لوړپورو چارواکو د لازم لید مطابق د تصدیو د اقتصادي او مالي کړنو ارزونه او پلټنه
  8. په جدا جدا ډول سره د مالي او اقتصادي کړنو ارزونه،  د پخواینو ترسره شویو  پلټونو  د پریکړو او پیشنهادونو څخه ارزونه.
  9. د پلټنې او برسي د پایلو  د ارزونې او تحلیل پر اساس، د پیژندل شویو نیمګړیتاو له منځه وړولو په برخه کې د پیشنهاد وړاندې کول او د هغې له پلې کیدو څخه څارنه کول.
  10.  د پلټنې په لړ کې   د ادارو او مسؤلینو لخوا د غیرې قانوني کړنو دمخنیوي لپاره د قانوني پریکړو نیول.
  11. په بیړني ډول د پیژندل شویو غیرې قانوني کړنو څخه  د مقام د چارواکو خبرول.

لویې لاسته راوړنې:

د ۱۳۹۶ ام  کال د کلنیو کړنو راپور له  یاد   محترم ریاست سره شریک شوی دی او دمګړی هم د وزارت په بریښنايي پاڼه کې  تر سترګو کیږي.  د ۱۳۹۷ کال د شپږو لومړیو میاشتو راپور  به، له  ترتیب او د وزارت دمقام له کتنې څخه وروسته ستاې په واک کې د اړتیا په وخت کې درکړل شي. دمګړی  د ۱۳۹۷ مالی کال  له فساد سره د مبارزې پر وړاندې  پلان د لومړې ربعې کړنو یوه کاپی درته  لیږل شوې ده.