د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه او متحده اماراتو ته يې د صادراتو پر طرحه خبرې وشوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۶:۴۴
د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه او متحده اماراتو ته يې د صادراتو پر طرحه خبرې وشوې

۱۷ چنکاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو اوطبيعي سرچينو مرستيال او د صنعت او سوداکرۍ وزارت، د پانګونې د اسانتيا ادارې، دکانونو او صنايعو خونې او د افغانستان د خونو فدراسيون د استازو په حضور کې په انلاين بڼه د يوې غونډې په ترڅ کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه او متحده اماراتو ته يې د صادراتو پر طرحه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې،  کرنيزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې او دکرنيزو محصولاتو د صادراتو پرطرحې، د متحده عربي اماراتو معيارونه،د صادراتو پړاوونه، په دې برخه کې شته ننګونې او د حامدکرزی نړيوال هوايي ډکر کې د سړې خونې جوړول وارزول شول او هر اړخيزې خبرې پرې وشوې.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري وويل، چې د يوې جامع او کلي طرحې جوړولو په پار اړتيا ده، چې دکرنې وزارت،  د صنعت او سوداکرۍ وزارت، د پانګونې د اسانتيا ادارې، دکانونو او صنايعو خونې، د افغانستان د خونو فدراسيون، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، دکرنې خونې او د ښځو خونې د استازو يوه ګډه ډله جوړه شي ترڅو په دې برخه کې دقيقه مطالعه ووشي او چارې چټکې شي.هغه دغه راز زياته کړه، چې دکرنې وزارت له خوا د ماليې وزارت سره په همغږۍ دحامدکرزی نړيوال هوايي ډګر کې د سړې خونې جوړول تعقيبېږي.
د ۱۳۹۹يم کال د ليندۍ په ۳۰مه نېټه د ولسمشر په مشرۍ د هېواد د کرنيزو محصولاتو لپاره بازارموندنه او د کرنيزو محصولاتو صادراتو په پار غونډه په لاره اچول شوې وه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت، د صنعت او سوداکرۍ وزارت، د پانګونې د اسانتيا ادارې، دکانونو او صنايعو خونې ګډ کاري ټيم ته دنده سپارل شوې وه،  چې متحده عربي اماراتو ته د صادراتو څرنګوالي وارزوي او په دې برخه کې دې يوه طرحه جوړه کړي.
بايد وويل شي، چې د افغانستان وچه مېوه او څلور تازه مېوې (گیلاس، زردآلو، انگور او انار) د عربي متحده اماراتو په مارکېټونو کې د پېر-پلور ښه بازار لري

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

بلخ ولایت کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز پرانیسته او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مقام کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز د پرانیستې او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد په موخه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د تورو چکډېم د کیفیت ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د نېش ولسوالی د تورو چکډېم. . .

بازگشت