د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه او متحده اماراتو ته يې د صادراتو پر طرحه خبرې وشوې
۱۷ چنکاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو اوطبيعي سرچينو مرستيال او د صنعت او سوداکرۍ وزارت، د پانګونې د اسانتيا ادارې، دکانونو او صنايعو خونې او د افغانستان د خونو فدراسيون د استازو په حضور کې په انلاين بڼه د يوې غونډې په ترڅ کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه او متحده اماراتو ته يې د صادراتو پر طرحه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې، کرنيزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې او دکرنيزو محصولاتو د صادراتو پرطرحې، د متحده عربي اماراتو معيارونه،د صادراتو پړاوونه، په دې برخه کې شته ننګونې او د حامدکرزی نړيوال هوايي ډکر کې د سړې خونې جوړول وارزول شول او هر اړخيزې خبرې پرې وشوې.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمتالله غفوري وويل، چې د يوې جامع او کلي طرحې جوړولو په پار اړتيا ده، چې دکرنې وزارت، د صنعت او سوداکرۍ وزارت، د پانګونې د اسانتيا ادارې، دکانونو او صنايعو خونې، د افغانستان د خونو فدراسيون، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، دکرنې خونې او د ښځو خونې د استازو يوه ګډه ډله جوړه شي ترڅو په دې برخه کې دقيقه مطالعه ووشي او چارې چټکې شي.هغه دغه راز زياته کړه، چې دکرنې وزارت له خوا د ماليې وزارت سره په همغږۍ دحامدکرزی نړيوال هوايي ډګر کې د سړې خونې جوړول تعقيبېږي.
د ۱۳۹۹يم کال د ليندۍ په ۳۰مه نېټه د ولسمشر په مشرۍ د هېواد د کرنيزو محصولاتو لپاره بازارموندنه او د کرنيزو محصولاتو صادراتو په پار غونډه په لاره اچول شوې وه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت، د صنعت او سوداکرۍ وزارت، د پانګونې د اسانتيا ادارې، دکانونو او صنايعو خونې ګډ کاري ټيم ته دنده سپارل شوې وه، چې متحده عربي اماراتو ته د صادراتو څرنګوالي وارزوي او په دې برخه کې دې يوه طرحه جوړه کړي.
بايد وويل شي، چې د افغانستان وچه مېوه او څلور تازه مېوې (گیلاس، زردآلو، انگور او انار) د عربي متحده اماراتو په مارکېټونو کې د پېر-پلور ښه بازار لري
