اداري غونډه کې د پراختیایي بودیجې پر لګولو ټینګار

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۶:۱۱
اداري غونډه کې د پراختیایي بودیجې پر لګولو ټینګار

۲۹ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په اداري غونډه کې د پراختیایي بودیجې پر لګولو ټینګار وشو.
دا غونډه نن د کرنې وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري او د ریاستونو او پروژو د رییسانو په شتون کې په لاره واچول شوه، چې په ترڅ کې یې د ۱۴۰۰ مالي کال د پراختیایي بودیجې پر لګولو خبرې وشوې.
ښاغلی غفوري د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې په مرکز او ولایتونو کې دې د پراختیایي پروژو د عملي کېدو چارې کړندۍ کړي.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز وویل، چې د قراردادونو او دواطلبیو د پلي کېدو په لړۍ او د پراختیایي پروژو د عملي چارو په پیل کې خنډ او ځنډ د منلو نه دي او په مرکز او ولایتونوکې دې پراختیایي پروژې په چټکۍ سره پلي شي.
په دې غونډه کې ښاغلی غفوري دکرنې وزارت د تدارکاتو په لړۍ کې یوشمېر ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې باید ژر دا ستونزې هوارې شي ترڅو د پراختیایي پروژو په پلي کېدو کې خنډ منځته را نه شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت