د ٣٤٤ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز پورونه منظور شول

content_admin
متن اعلامیه_ی منظوری قرضه

١۵ غویی ۱۴۰۰
د کرنیزو پورونو د منظورۍ د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو مالوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د څه باندې ٣٤٤ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړل.
دکرنې په وزارت کې، د کرنې د پراختیا صندوق  د پورونو منظورۍ د کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي مرستیال او د پورونو د منظورۍ د کمېټې مشر شېرشاه امیري په مشرۍ، د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.
د کرنې د پراختیا صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور څلورغوښتنې او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په ټوله کې څلور بېلابېل پورونه منظور شول، چې لومړی پور د بامیانو ولایت ٢٩ کوپراټیفونو ته ومنل شو، ترڅو هغوی د بازار څخه توره او سپينه سره او د کچالو تخم وپېري او په څه باندې ٤٩١ بزګرانو یې ووېشي، تر څو هغوی خپل کرنيزو چارو ته وده ورکړي. دویم پور د وريجو د تولید او پروسس یوې کمپنۍ ته ومنل شو تر څو بزګرانو څخه نا پروسس شوې وريجې وپېري او تر پروسس وروسته یې کورنیو بازارونو ته وړاندې کړي. درېیم پور د اوړو یوې فابریکې ته ومنل شو تر څو کروند ګرو څخه غنم وپېري او د کورني ګټه اخېستنې لپاره اوړه تولید کړي او څلورم پور د کارتن جوړونې یوې فابریکې ته ورکول کېږي، چې بېلابېل اومه (خام) توکي به پرې وپېري، ترڅو د کرنیزو توکو لپاره کارتنونه توليد کړي.
د یادو څلورو پورونه څخه دوه یې، چې د پور کچه یې د سلوو میلیونو افغانیو څخه لوړه ده، د پالیسي له مخې د کرنې د پراختیا صندوق عالي شورا ته چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزیر لخوا رهبري کېږي، وړاندې کېږي تر څو د دې شورا د ټولو غړو لخوا منظور شي.
د کرنې د پراختیا صندوق  یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق سترې دندې دي.
یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل تردې دمه ۱۳ میلیارډه افغانۍ پور منظور او دغه رازکرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو پالنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۱۰ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړتیاوو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۳زره او۷۸۲بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.