د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د شنو خونو حاصلات رسېدلي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۹
د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د شنو خونو حاصلات رسېدلي

۲۴ کب ۱۳۹۹
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د شنو خونو د حاصلاتو د رسېدو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رییس زلمی الکو وویل، چې ددې ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په شنوخونو کې بادرنګ کرل شوي دي، چې اوس مهال یې حاصلات رسېدلي دي او نږدو ورځو کې به د ګرشک بازار تر څنګ لښکرګاه ښار ته به هم  وړاندې شي.
زلمی الکو زیاته کړه، چې نورو کلونو کې به دهېواد دنورو ولایتونو تر څنګ ان د ایران او پاکستان هېوادونو بادرنګ دې ولایت ته وارېدېدل، خوسږکال د دې ولایت د شنو خونو له دودېدو سره سم اوس د سېمه ییزو هټیوال او د ترکاریو کاروباریان اړ نه دي، چې د نورو ولایتونو او هېوادونو محصولات دې ولایت ته راوړي.
زلمی الکو وویل: «د کرنې ریاست هلې ځلې کوي تر څو په هر موسم کې تازه سابه مارکېټ ته وړاندې کړي. له نېکه مرغه سږکال د نهرسراج بادرنګ او د ناوې ولسوالس مارو کدو د کال په دې موسم کې بازار ته وړاندې شول.»
هلمند د هېواد په سوېل کې پروت ولایت چې ۸۰ فیصده خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي؛ که چیرې په دې ولایت کې شنې خونې زیاتې شې یاد ولایت به د سبو او ترکاریو په برخه کې پر ځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت