د کرنې وزارت څلور نوي ګمارل شوي رییسان وپېژندل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۶:۵۱
د کرنې وزارت څلور نوي ګمارل شوي رییسان وپېژندل شول

۱۸ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور نوي ګمارل شوي رییسان نن رسماً خپلې چارې پیل او خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
د جمهوري ریاست د حکم پر اساس، عبدالصبور رحماني د کرنیز ترویج د رییس په توګه، محمدایوب احدي د مالدارۍ د خدماتو د رییس په صفت، د بڼوالۍ د پراختیا رییس په توګه عبدالغفار صدیقي او دغه راز احمد خالد صاحب‌زاده د کلیوالي څړځایونو د تنظیم د رییس په توګه  خپلو همکارانو ته وروپېژندل شول.
د یادو نویو رییسانو په پېژند غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي وویل: «د وزارت د څلورو کلیدي بستونو تشې ډکې شوې، د وزارت یوه برخه له پخوا لا ډېر فعالېږي. د کرنې سکټور پراخه او لوی مسوولیت لري، هلې ځلې کوو، چې ستونزو ته رسېدنه وکړو او د کرنې د پرمختګ په پار هڅې وکړو.»
د نویو ګمارل شویو رییسانو په پېژند غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري هم خبرې وکړې. هغه وویل: «د نویو رییسانو په راتګ سره چارې تر پخوا لاډېر همغږي کېږي، د کرنې وزارت ټولې برخې مهمې دي په ځانګړې توګه، څېړنه، ترویج، بڼوالۍ او مالدارۍ. هلې ځلې کوو، چې ځانګړې برنامې ولرو او له پخوا لا ډېر کار وکړو.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، چې د کرنې وزارت یوه لویه برخه رییس نه درلود، دا تشه اوس ډکه شوې ده. هغه وویل: «له شک پرته چې چارې ښه کېږي او د چارو اغېزمنتوب زیاتېږي، له پخوانیو همکارانو مننه کوو او له همکارانو غواړو چې له نویو رییسانو سره د ملګري او د کورنۍ د غړي په توګه همکاري وکړي.»

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت