د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه، فراه کې ۵۳۱ بڼونه جوړ کړل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۶:۲۰
د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه، فراه کې ۵۳۱ بڼونه جوړ کړل

۱۲ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه «CBARD»، د نیالګیو اېښودو د پسرلني کمپین په لړ کې د فراه په ولایت کې ۵۳۱ نوي بڼونه جوړ کړي دي.
په دغو نویو بڼونو کې د انګورو ۲۸۴ جریبه بڼونه، د انارو ۱۲۲ جریبه بڼونه، د عنابو ۷۵ جریبه بڼونه، د ناکو او الوچې ۵۰ جریبه متراکم بڼونو شامل دي، چې د خاک سفید او پشت رود په ولسوالیو کې جوړې شوي دي.
یاد بڼونه په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټیټولو او د ارزښت لرونکو محصولاتو د دودولو په پار جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۸:۲۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په بیلاروس کې له څو لویو تولیدي او پروسس کوونکو فابريکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یوه پلاوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم ورسره ملتیا کوله، د بیلاروس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

بازگشت