بادغیس کې د تېلي نباتاتو ۲۶ کروندې جوړېدل او د نویو بوټو پېژندل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۳:۲۷
بادغیس کې د تېلي نباتاتو ۲۶ کروندې جوړېدل او د نویو بوټو پېژندل

۱۲ کب ۱۳۹۹
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې دتېلي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا او د تولید زیاتوالي په پار د تېلي نباتاتو ۲۶ ننداریزې کروندې جوړوي. یاد ننداریزې کروندې، چې په کې زغر، ممپلۍ، لمرګل او کونځلې شاملې دي، هر یوه یې په نیم جریبه اوبیزه ځمکه کې جوړېږي.
د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو موخه د صنعتي نباتاتو دودول او دغه راز د نویو بوټو له ډلې د زغر او ممپلیو پېژندل دي، چې تر دې دمه بزګران د یادو نباتاتو له کرکېلي او تولید سره بلد نه دي.
د یادو ننداریزو کروندو په جوړولو سره، د برخمن شویو بزګرانو ترڅنګ نور بزګران هم کولی شي، چې د یادو بوټو د کرکېلي او روزنې لارې چارې زده کړي.
یاد ننداریزې کروندې په داسې حال کې جوړېږي، چې تر دې وړاندې د بادغیس کرنې ریاست له خوا د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره ۹۵ سلنه لېوال بزګران په خپلو ځمکو کې د تېلي نباتاتو د کرکېلي او حاصل ټولولو په پرخه کې روزل شوي دي.
د بادغیس په ولایت کې د تېلي نباتاتو کرکېله لرغونې مخینه لري، له یادو نباتاتو څخه تولید شوې غوړې، په دودیزه بڼه پروسس کېږي.
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې د منظمو ترویجې او تشویقي برنامو په لاره اچولو سره په دې ولایت کې د یاد ارزښت لرونکو نباتاتو د تولید او پروسس صنعت پیاوړي کړي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

د کرنې وزارت لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۸:۳۵
Background image

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نويو رییسانو پېژندنه

 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د منظوري پر بنسټ، محمد اکبر امیني چې مخکې د یاد وزارت د اداري رییس په توګه دنده ترسره کوله، د خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۸:۳۰
Background image

د پکتیکا او نورستان په ولایتونو کې د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېش

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلو-دانو د پراختیا ریاست له‌خوا د پکتیکا او نورستان ولایتونو بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوي تخمونه په لویه کچه ووېشل. . .

بازگشت