هلمند کې د مالټې ترویجي بڼ جوړ شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۳:۲۴
هلمند کې د مالټې ترویجي بڼ جوړ شو

۱۲ کب ۱۳۹۹
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د یاد ولایت مرکز لښکرګاه، په نیم جریب ځمکه کې د مالټې ترویجي بڼ جوړ شوی دی.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې یاد بڼ کې د لعل په نوم د مالټو ورایټي «ډول»، چې ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره توافق لري اېښودل شوي دي او یاد بڼ د بزګرانو د زده کړو په موخه جوړه شوې ده.
د ښاغلي الکو په خبره، ددې تر څنګ د کرنې ریاست اړوند د انار باغ د نیالګیو روزلو په نرسرۍ کې نږدې دوه زره د نارنجو نیالګیو کې د مالټې پیوند لګول شوی دی، او دغه راز دوه زره اصله لیمو او ۴۰زره اصله د نارنجو نیالګي روزل شوي دي، چې روان کال به د کړنلارې له مخې بزګرو ته په واک کې ورکول شي.
د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د سټروسو کورنۍ بڼونه ډېر کړي، په همدې موخه تر دې دمه په دې ولایت کې د نارنجو او لیمو لسګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي او په راتلونکې کې به د مالټې بڼونه هم جوړ شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د یوناما له مشرې سره وکتل

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۲
Background image

خوست کې د کرنیزو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه بېلابېلې تجربې ترسره شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د کرنیزو څېړنو عمومي مدیریت له لوري د سبو، بڼوالۍ، غلو دانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۲
Background image

د هلمند دکرنې ریاست؛ د کرنیزو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه د بېلابېلو تجربو د تطبیق چارې روانې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د اړوندو کرنیزو فارمونو په کچه د کچالو،. . .

بازگشت