پنجشېر کې ۴۶ زره نیالګي وېش ته چمتو دي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۱:۵۸
پنجشېر کې ۴۶ زره نیالګي وېش ته چمتو دي

۳ کب ۱۳۹۹
د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې ۴۶ زره مثمر نیالګي وېش ته چمتو شوي دي او پر غوښتونکو به ووېشل شي.
د پنجشېر دکرنې رییس محمدرووف یعقوبي وایي: «۲۳ ډوله مثمر نیالګي اماده شوي دي او د کب له ۱۵ وروسته د پنجشېر په بېلابېلو برخو کې به پر متقاضیانو ووېشل شي.»
د ښاغلي یعقوبي په خبره، په دغو نیالګیو کې د بادام، ګیلاس، مڼې، زردالو، الو، ناک، شفتالو او چهارمغزو نیالګي شامل دي، چې په ټېټه بیه له ۳۵تر ۵۰ افغانیو پر خلکو وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت