سرپل کې د ورځې څه باندې یو ټن د کونځلو غوړي تولیدېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۰
سرپل کې د ورځې څه باندې یو ټن د کونځلو غوړي تولیدېږي

۲۹ سلواغه ۱۳۹۹
د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د کونځلو غوړیو تولید د ورځې ۱.۳۸ مټریک ټنو ته رسېږي.
د سرپل ولایت د کونځلو غوړیو د تولید سږني کچه ۵۰۲ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د کونځلو د برخې کارېګر وایي، چې د کونځلو غوړي په دوه ډوله دودیزه او عصري ډول د کوچنیو ماشینونو په واسطه تولیدېږي.
د کونځلو تولید شوي غوړي، د سرپل ولایت د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ، ګاونډیو ولایتونو لکه جوزجان او بلخ ته هم صادرېږي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د احصایې او مالوماتو شمېرې ښیې، چې د روان کال په شپږو میاشتو کې د ۳۱ زره او ۶۲۹ ډالرو په ارزښت د کونځلو غوړي له هېواده بهر صادر شوي دي. اټکل کېږي، چې د کال تر پایه د کونځلو غوړیو د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت