ننګرهار کې د اوبولګولو د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۷:۵۱
ننګرهار کې د اوبولګولو د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۲۲ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې؛ د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د اوبولګولو د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
په دې اړه جوړه شوې غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو اوطبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل: «نن موږ د یوې لويې پروژې پرانیستنه کوو. پخوا به مو د کانال ریاست اړوند ۱۶۰۰هکټاره کرنیزه ځمکه د واټر پمپونو په واسطه اوبه کوله، چې له ډېرو ستونځو سره لاس او ګریوان و. کله به برېښنا نه وه او کله به هم واټرپمپونه خراب ول، خو ددې پروژې په عملي کولو سره اوس موږ کولای شو چې،  څلور زره هکټاره یا ۲۰ زره جریبه ځمکه د لمریزې برېښنا په مټ خړوبه کړو.»
ښاغلی غفوري زیاته کړه: «دلته درې زره او  ۶۱۸ لمریزې تختې لګول شوې دي، چې ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي. له تخنیکي پلوه ددې برېښنا په واسطه اوبه د کانال له سیمې نه ۶۳ متره پورته سیمو ته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په پار پورته کوي، چې له دې سره د کانال د شرکت تولیدات دوه برابره زیاتېږي او له دوه زره زیاتو بزګرانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.»
په همدې حال کې د ولسمشر سترسلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، چې دا یوه ستره پروژه ده او د ننګرهار ولسونو لپاره حیاتي ارزښت لري.
ښاغلی امرخېل وویل، چې ددې پروژې له لارې د ننګرهار بزګرانو ته د کار زمینه برابرېږي او همدارنګه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.
د ننګرهار والي زیاته کړه: «اوس مو له ولسونو څخه هیله داده، چې ددې سترې ملي پروژې د ساتلو په برخه کې له خپل حکومت سره اوږه په اوږه همکاري وکړي او ددې ستري ملي پروژې ساتنه دې وکړي.»
ضیاءالحق امرخېل ددې پروژې د تمویل په پار له آسیايې پراختیايې بانک  څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ننګرهار کې د داسې سترو پروژو د پلي کېدو وړتیا شتون لري.
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژې چارواکي وایي، چې  د دې پروژې له لاري شا وخوا څلور زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
د دوی په خبره د نوموړې پروژې اړوند 1600 هکټاره ځمکه تر کرنې لاندي وه او پاتې دوه زره او ۴۰۰ هکټاره ځمکې ته اوبه نه رسېدل، خو د یادې پروژې په پلي کولو سره به د اړوندو فارمونو ټوله ځمکه، چې څلور زره هکټاره کېږي، د کرکېلي وړ وګرځي او د کال په څلورو فصلونو کې به په کافي اندازه اوبه ولري.
 ددې ترڅنګ به د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تولیدات په سلو کې ۹۰ سلنه لوړشي او دکرنیزو ځمکو او بڼونو د اوبو د کموالي ستونځه به هم تر ډېره بریده حل شي او ترڅنګ یې هغو ځمکو ته به هم اوبه ورسیږي، چې له تېرو لسیزو څخه بې اوبو پاتې وې او ګټه ترې نه اخیستل کېده.
دا پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژې (NVDA)  له خوا د ۱۴۲ میلیونه او ۷۹۸ زره افغانیو په لګښت، چې د آسیايې پراختیایې بانک (ADB) لخوا تمویل شوي، د ننګرهار ولایت د فارم هډې په سیمه کې پلي شوی دی.
باید وویل شي، چې ددې پروژې په پلي کولو سره به د سیمې د چاپېریال ساتني کیفیت هم وده وکړي او د محیطي نا اټکل شویو پیښو کچه به هم راټیټه شي او په مستقیم ډول دوه زره  کسان او په غیر مستقیم ډول اته زره او ۶۰۰ کسان له دې پروژې څخه ګټه پورته کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت