راتلونکو برنامو او چمتووالي په پار د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوې غونډه وشوه

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۴:۵۹
راتلونکو برنامو او چمتووالي په پار د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوې غونډه وشوه

۴ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه، د وچکالۍ احتمالاتو لپاره د غنمو او د څارویو د علوفې د پېرلو د چمتووالي، د کرونا وبا دویمې څپې او په کرونده کې د اوبو د مدیریت د طرحې د چمتووالي په پار غونډه په لاره واچوله.
په دې غونډه کې لومړی بېړنیو حالاتو او احتمالي وچکالۍ ته د رسېدنې په پار د کرنې وزارت اسټراټیژيکو زېرمو لپاره د غنمو د پېر پر وړاندیز خبرې وشوې. په ۱۴۰۰ ام کال کې د مالدارۍ پر سکټور د احتمالي وچکالۍ د ګواښونو د مخنیوي په پار د حیواني علوفې پېرل دکرنې وزارت د مشرتابه پلاوې د غونډې بله موضوع وه. دغه راز د کورونا وبا دویمه څپه او په کرونده کې د اوبو د میریت د طرحې چمتو کول، په دې غونډه کې شامل نور موضوعات وو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت