نیمروز کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۳۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۴
۳۵ پروژه مدیریت محصولات زراعتی در نیمروز به‌ بهره‌برداری رسید

۲۵ مرغومې ۱۳۹۹
د نیمروز په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې اړوند د ۳۵ پروژو چارې بشپړ او د نیمروز د سیمه ییزو چارواکو له خوا نن، رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په دغو پروژو کې، چې ۲۰ ممیزخونې او د پیازو ۱۵ زېرمتونونه شامل دي، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج او ددې ولایت د خاشرود، چهاربرجک او چخانسور په ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د نیمروز د کرنې رییس رشيد‌الله زلمی وایي یادې پروژې، چې د کرنې وزارت له خوا طرحه او تمویل شوي دي، ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې او د کلیو د پراختیا یي شوراګانو په مرسته پلي شوي دي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د نیمروز والي زمریالی احدي، د نیمروز د کرنې ریاست او د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې د ټیم د غړو هلې ځلې وستایلې او دغه راز د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې ستاینه یې وکړه او له بزګرانو یې وغوښت چې له یادو پروژو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
د یادو پروژې د پلي کېدو ټولیز لګښت ۳۵ میلیونه او ۹۵ زره او ۸۶۰ افغانۍ ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت