د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د څاڅکي اوبوخور ۴۵ سیسټمونه جوړوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲
پروژه انکشاف زنجیره ارزش باغداری 45 سیستم آبیاری قطره‌ای می‌سازد

۲۴مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په کرونده کې د اوبو د ښه مدیریت په پار د۱۴۰۰ام مالي کال په ترڅ کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې (HVCDSP) له لارې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د څاڅکي اوبوخور ۴۵ سیسټمونه جوړوي.
د څاڅکي په سیسټم سمبال یاد اوبوخور د میدان وردګ، لوګر، خوست، کونړ، لغمان او ننګرهار په ولایتونو کې جوړیږي.
د څاڅکي په بڼه اوبولګول د موضعي یا میکرو اوبولګولو له سیسټمونو څخه دی، چې په دې سیسټم کې اوبه په لږ فشار سره څاڅکي څاڅکي د ګیاوو رېښې ته رسیږي. په دې سیسټم کې اوبه ورو ورو او څاڅکي څاڅکي د ګیاوو رېښوو ته رسیږي، چې د اوبو د سپما لامل او د ضایعاتو مخه نیول کیږي.
د څاڅکي اوبوخور سیسټم د اوبولګولو له نورو لارو چارو لکه سطحي او باراني څخه غوره لارې چارې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۸
Background image

د خوست ګربزو کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم ساتنې توکي ووېشل شول

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د ملګرو ملتونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا هڅې؛ د کندهار ارغستان کې ۲۰ بېوزلو بزګرانو ته د مرخیړیو خونو جوړولو توکي ووېشل شول

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادراې (یوان‌اوډي‌سي). . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۲
Background image

د پکتیکا په ګومل ولسوالی کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې او د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب په لړ کې د لرګیو د قاچاق یوه بله هڅه شنډه. . .

بازگشت