د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د انګورو د ۲۰۰ جریبه بڼونو سیسټم چیله یې کوي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۴
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د انګورو د ۲۰۰ جریبه بڼونو سیسټم چیله یې کوي

۲۱ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په پام کې لري، چې د ۱۴۰۰ام مالي کال په ترڅ کې د انګورو د ۲۰۰بڼونو سیسټم چیله یې کړي.
د یادې پروژې چارواکي وایي، چې یاده برنامه د لوګر، کابل، پکتیکا او غزني ولایتونو کې پلي کیږي.
په چیله یې سیسټم سره د انګورو ونو پالل، د بڼوالۍ نوي معیاري لارې چارې دي. په دې سیسټم کې د ناروغیو کنټرول، دوا پاشي، ښاخ بري، د انګورو ټولولو او اګروتخنیک چارې په اسانه ترسره کیږي او دغه راز هوا په اسانۍ سره د تاکونو ترمنځ جریان پیدا کوي او د انګورو تاکونو ټولو برخو ته په کافي اندازه د لمر وړانګې هم رسیږي، چې په پایله کې یې مېوه باکیفیته او ښه رنګ ځان ته غوره کوي.
دا برنامه د اسیایي پراختیایي بانک (ADB) په ملاتړ او دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې (HVCDSP)له لارې، د ۱۴۰۰ام مالي کال په ترڅ کې پلي کیږي.
تردې وړاندې هم د کرنې وزارت او همکارو پروژو له خوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د انګورو سلګونه جریبه بڼونه په چېله یې سیسټم سمبال شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۳۷
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: جلال‌آباد ښار کې پر یوشمېر راستنو شوو او کونډو کورنیو د چرګانو روزنې توکي ووېشل شول

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې په همکارۍ، د جلال‌آباد ښار د اتمې ناحیې ۲۵ راستنو شوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې او قدرتي سرچینو د خوندیتوب په موخه د خپلو دوامدارو هڅو د دوام په ترڅ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

د خوست باک ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو  د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اوآرډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د باک. . .

بازگشت