لغمان کې د پیازو ۱۹۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۴:۱۸
لغمان کې د پیازو ۱۹۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي

۱۵مرغومې ۱۳۹۹
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د پیازو د ۱۹۰ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
دلغمان دکرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې د پیازو یاد زېرمتونونه د لغمان ولایت مرکز مهترلام ترڅنګ ددې ولایت په قرغیو، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
له دغو زېرمتونونو څخه برخمن شوي بزګران، د کرنې وزارت د یاد اقدام هرکلۍ کوي او وایي، چې تر دې وروسته دوی په دې توانیږي، چې زرګونه مټریک ټنه پیاز زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته د پلور په پار وړاندې کړي.
د قرغیو ولسوالۍ د احمدزیو د کلي یوتن بزګر چې دکرنې وزارت له خوا ورته د پیازو یوه زېرمه تون جوړه شوې ده وویل: «له دولت څخه مننه کوم، چې دا زېرمه تون یې راته جوړه کړې ده، ددې زېرمه تون رغنیزې چارې په درو میاشتو کې پشپړې شوې او په کې یوشمېر کسان په کار بوخت ول. مخکې مو د پیازو د ساتنې په پار مناسب ځای نه درلود او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ و، ځکه د حاصل ټولولو پر وخت مجبور وو، چې خپل محصولات په ټیټه بیه خرڅ کړ، که به مو نه خرڅول حاصلات مو خوساکېدل او زما او نورو بزګرانو لپاره چې پیاز یې کرل لوی زیان و.»
دقرغیو ولسوالۍ بل بزګر محمدولي دی، چې له دې پروژې څخه برخمن شوی دی. هغه وایي: «د لغمان د کرنې له ریاست څخه مننه کوم، چې د پیازو دا زېرمه تون یې راته جوړ کړ. درې جریبه ځمکه کې مې پیاز کرل خو د قناعت وړ عواید مې نه ترلاسه کول. اوس غواړم چې د خپلو پیازو کروندې زیات کړم او په دوه جریبه نورو ځمکو کې هم پیاز وکرم، ځکه چې اوس کولای شو چې خپل محصولات په دې زېرمه تون کې وساتو او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې خرڅ کړو.»
ددې بزګر په خبره، ددولت دا چارې د خلکو د ژوند وضعیت ښه کولو او له بهره د وارداتو په ټيټولو کې رول لري. هغه وویل: «کولی شو، چې خپل محصول د څو میاشتو لپاره دلته وساتو، په دې کار سره کولی شو، چې د خلکو اړتیاوې پوره کړو او د بهرنیو محصولاتو د وارداتو مخه ونیول شي. کله چې په کوردننه باکیفیته وطني محصولات موجود وي، اړتیا نشته چې خلک په لوړه بیه له بهر وارد شويو سبو څخه ګټه پورته کړي.»
د پیازو د یادو زېرمتونونو د جوړولو ټولیز لګښت څه باندې ۷۲ میلیونه افغانۍ ده، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د لغمان دکرنې ریاست له خوا پلي شوي دي. په پام کې ده، چې په راتلونکې کې هم په دې ولایت کې ورته نورې پروژې پلي شي.
لغمان د پراخو اوبیزو سرچینو او حاصل خېزو ځمکو په درلودو سره د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې کرکېله کیږي. د الیشنګ، الینګار او کابل سیندونه ددې ولایت تر ټولو سترې اوبیزې سرچینې دي. په همدې موخه د لغمان ولایت ډېری ځمکه کې کرکېله کیږي او تر ډېره په کې سابه کرل کیږي. لغمان د افغانستان د سبو د پلازمېنې په نوم هم یادیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت