د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې پروژه په څلورو ولایتونو کې ۱۸۶ ممیزخونې او په ۷ ولایتونو کې د پیازو ۳۳۵ زېرمتونونه جوړوي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۳:۴۵
پروژه‌ی انکشاف زنجیره ارزش باغداری در چهار ولایت ۱۸۶ کشمش‌خانه و در هفت ولایت ۳۳۶ ذخیره‌خانه پیاز می‌سازد


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژه «HVCDSP»د هېواد بزګرانو د ملاتړ په پار په څلورو ولایتونو کې ۱۸۶ ممیزخونې او ۷ ولایتونو کې د پیازو ۳۳۵ زېرمتونونه جوړ کړي دي، چې د ډېرو هغو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. تر یوې اوونۍ د یادو ټولو پروژو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
د ټولو پروژو له ډلې، د پیازو ۳۳۵ زېرمتونونه د کابل، بامیان، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لوګر او غزني په ولایتونو کې جوړ شوي دي، چې په استفادې سره یې بزګران کولای شي، چې دکال څه بانډې څلور زره ټنه پیاز زېرمه کړي. ددغو زېرمتونونو دجوړولو ټولیز لګښت ۱۶۴ میلیونه او ۹۳۳ زره او ۲۳۰ افغانۍ ده. ۸۰ سلنه لګښت یې دکرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
دغه راز د کابل، پکتیکا، لوګر او غزني په ولایتونو کې د ۱۵۹ میلیونه او ۴۴۵ زره او ۵۴۲ افغانیو په لګښت ۱۸۶ ممیزخونې جوړ شوي دي، چې یوازې ۲۰ سلنه لګښت یې بزګران ورکړي دي، یاد ممېرخونې هر یوه یې په یوه وخت کې ۱۲تر ۱۵ مټریک ټنه انګور په ممیزو بدلولای شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت