زابل کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۰:۳۷
زابل کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شوې

۲۴ لړم ۱۳۹۹
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د یوې برنامې په ترڅ کې د وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د څارویو د بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینونو کمپاین ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې وړو شخوند وهوونکي څاروي د طاعون او دغه راز د بروسلوز پر وړاندې واکسینیږي.
د زابل د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې کمپاین په لړ کې د یاد ولایت کوچني شخوند وهوونکي څاروې د طاعون او د بروسلوز پر وړاندې واکسین کړي.
ددې کمپاین په پلي کولو سره د کرنې ریاست موخه داده، چې په دغو واکسینونو سره په دې ولایت کې د کوچنیو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د بروسلوز ناروغۍ، چې په انسانانو او څارویو کې یوه ګډه ناروغي ده په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او هيڅ انسان او یا حیوان نور په دې ناروغۍ اخته نه شي.
بروسلوز يا حيواني محرقه د څارویو او انسانو تر منځ یوه ګډه باکتریايي ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته د خامو شېدو څښلو، له سقط شوي جنین او نورو پاتې شونو سره د تماس او د ککړو زراتو د تنفس له لارې لېږدي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت