غور کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ډېرژر بشپړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
کار پروژه مدیریت محصولات زراعتی در غور به‌زودی خاتمه می‌یابد


۲۱لړم ۱۳۹۹
د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د یوشمېر پروژو چارې بشپړ شوي او د یوشمېر نورو هغو چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي، چې ډېر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد ریاست په خبره په ټولیزه توګه د نویو پروژو د پلي کېدو چارې ۸۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په غور کې د کچالو ۳۲۷ او د پیازو ۲۰ زېرمتونونه او دغه راز ۲۰صفرانرژۍ سړې خونې جوړوي.
د غور د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې تر دې دمه ۸۰ سلنه زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

دهلمند په بهرامچې ولسوالی کې ۵۰۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم عبدالرحمن په هڅو او لارښوونې، د بهرامچې ولسوالی ۵۰۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۸:۵۹
Background image

خوست کې د ممپلو د «تاشکند» ورایټۍ د حاصلاتو او تولیدي وړتیاوو د ارزونې په موخه کرنیزې څېړنې ترسره شوې

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د ممپلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

بازگشت