د کرنې په وزارت کې د خوړو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
د کرنې په وزارت کې د خوړو نړیواله ورځ ونمانځل شوه


۲۷ تله ۱۳۹۹
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» او د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» له خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ګډه همغږی د یادو ادارو د چارواکو او د یوشمېر دولتي او غیر دولتي بنسټونو د استازو په شتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د «کرکېله، تغذیه، پرلپسې، یوځای) تر شعار لاندې د خوړو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د خوړو نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته په وینا کې وویل، چې د کرونا وبا د نړۍ په کچه د لوږې کچه ډېره کړې ده. هغه وویل، چې د نړۍ اوسني وګړې ۷.۶ میلیارډو ته رسیږي او تر راتلونکې درې لسیزو پورې به دا شمېره نږدې لس میلیارډو کسانو ته ورسیږي. ښاغلی غفوري وویل، چې دمګړۍ د نړې په کچه دوه میلیارډه کسان له لوږې رنځیږي.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې افغانستان هم د کرونا وبا له امله زیانمن شوی دی او دمګړۍ ددې هېواد ۱۰.۹ میلیونه وګړي، چې د هېواد ۳۵ سلنه وګړې جوړوي په ناروین حالت کې ژوند کوي او د خوړو له کموالي سره مخ دي. په ورته وخت کې ښاغلی غفوري وویل، ددې ترڅنګ چې افغانستان د کرونا وبا او جګړې له ناورین سره مخ دی، خو بیاهم د غنمو د تولید په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري. حشمت الله غفوري دغه راز وویل،چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې تر ټولو ډېر غنم کاروي او سږکال په دې هېواد کې د غنمو د تولید کچه په پنځه سلنې زیاتوالي سره۵.۱ مټریک ټنو ته رسیږي.
هغه وویل: «سږکال موږ د اوبیزو غنمو په برخه کې درې سلنه او د للمي غنمو په برخه کې اته سلنه او په ټوله کې د غنمو د تولید په برخه کې پنځه سلنه زیاتوالی درلود. یعني سږکال د غنمو د تولید کچه ۵.۱۸ میلیون مټریک ټنو ته رسیږي. یوازې ۱.۳ مټریک ټنه کموالی لرو. که خدای کول په راتلونکو کلونو کې د سترو پروژو په پلي کېدو سره چې تر کار لاندېدي، ډېرې ځمکې د خړوبولوتر پوښښ لاندې راځي او د کرکېلي پر اوسني ځمکو ډېر کارونه کیږي، چې ورسره به د غنمو د تولید کچه شپږ میلیون مټریک ټنو ته ورسیږي.»
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز وویل، چې سږکال د کرنې او اوبولګولو په برخه کې دوه سترې پروژې هم په لاره اچول شوي دي. د ښاغلي غفوري په خبره، دغه پورژې د کرنیزو محصولات مدیريت پروژه او د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې دي. د کرنې او د خوړو خوندیتوب په پروژه کې د اوبولګولو د سیسټمونو بیارغول، د ابریزو رغول او دغنمو اصلاح شوي تخمونو چمتو کول شامل دي. ښاغلی غفوري دغه راز وویل، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په ټول هېواد کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت په پار نږدې دوه زره ودانۍ، چې په کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه، ممیزخونې او د مېوو صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي د جوړېدو په حال کې دي، چې په جوړېدو سره یې د کرینزو محصولاتو د خوساکېدو مخه نیول کیږي.
دهغه په خبره په یادو دوو پروژو کې، چې د کرنې وزارت له خوا په لاره اچول شوي دي، څه باندې ۱۴ میلیارډه افغانۍ پانګونه شوې ده.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې ددغو پروژو په لاره اچول ددې ترڅنګ چې، لسګونه زره تلپاتې او لنډمهالې دندې ایجاد کړي دي، د خوړو د تامین او د لوږې د کچې په ټیټولو کې هم ډېرې مرستې کوي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» مشر راجندرا آریال وویل، چې د کرونا وبا د نړۍ په کچه د کرنې پر سکټور زیاتې منفي اغېزې درلودې، ښاغلي آریال نننۍ غونډې ته وویل: «د کرونا وبا د نړۍ په کچه د کرنې پر سکټور ډېر منفي اغېزې درلودې. له ننني فرصت څخه په استفادې سره، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې ژمنه کوي، چې د دولت ټولو سکټورونو، خصوصي سکټور او بزګرانو سره د خوړو خوندیتوب او د ټولنې د زیانمنو وکړو د ملاتړ په برخه کې مرسته کوي ترڅو یاد زیانمن قشر وکولای شي، چې د اوسني وضعیت پر وړاندې مقاومت وکړي او د خپلو کورنیو د خوړو خوندیتوب تامین کړي.»
دغه راز په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» مرستیالې پارواټي راماسوامي هم وویل، چې د کرونا وبا تر دې دمه ډېر اقتصادي او ټولینزې ستونیزې پیدا کړي دي. مېرمن راماسوامي وویل: «د کویډ-۱۹ وبا په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب له زیاتو ګواښونو سره مخ کړي دي. اوس له پخوا لا ډېر کرکېله، تغذیې، پرلپسې او یوځای اوسېدل موږ هڅوي، چې لاس سره یو کړو او خپل راتلونکې خوندی کړو.»
د خوړو د نړیوال پروګرام یاد چارواکې وویل، چې د ټولنې د زیانمنواو بېوزلو سره د مرستې په پار اوس نړۍ پیوستون ته اړتیا لري.
په دې غونډه کې د اوبو د تنظیم د ملي ادارې مرستیال احمدویس بصیري، د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي او د افغانستان د کروندګرو مېرمنو د ټولنې رییس ممتاز یوسفزی هم خبرې وکړې او د لوږې د ختمولو په پار د اوبو، هوا او کرنې پر اهمیت ټینګار وکړل.