د جمهور رئیس له مرستیال سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست او کاندید وزیر لیدنه

user-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۲۰:۱۹
د جمهور رئیس له مرستیال سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست او کاندید وزیر لیدنه

 

د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش نن له غرمې مخکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست او کاندید وزیر انور الحق احدي سره وکتل. 

په دې کتنه کې ښاغلي احدي د جمهور رئیس دوهم مرستیال ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل او د جمهور رئیس له مرستیال څخه یې وغوښتل چې د تعریف شویو پروګرامونو او لومړیتوبنو په تطبیق کې د یاد وزارت ملاتړ وکړي.  
د جمهور رئیس مرتسال استاد سرور دانش، ښاغلي احدي په لوړو دولتي پوستونو کې د ښې تجربې خاوند وباله او ویې ویل، ډاډمن دی چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په رهبرۍ او مدیریت کې  به هم بریالی وي. 
په دې کتنه کې د هیواد د سیاسي مسایلو، سیاسي ثبات، یوموټې او متحدې کابینې په اړه هم بحثونه وشول او ټینګار وشو چې د حکومت وزیران باید د هیواد د لوړو او عمومي ګټو په نظر کې نیولو سره له ټیمي مسایلو او ملاحظاتو پرته خپلې دندې ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت