ننګرهار کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۱۳:۵
ننګرهار کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
 
۳۱ غبرګولی ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د کامې ولسوالۍ د رضا بند د اوبولګولو د کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه کانال چې ټولیز اوږدوالی یې ۴.۱ کیلو مترو ته رسیږي درې ۲۰۴ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبوي.
ددې پروژې ټولیز لګښټ ۱۱.۷۵ میلیونه افغانۍ ده، چې د کرنې وزارت د (SNaPP-2) پروژې له خوا تمویل شوی دی.
د اوبولګولو دیاد کانال د جوړولو په ترڅ کې د سیمې ۱۱۰۰ اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د یادونې وړ ده، چې د یاد کانال په جوړولو سره به د اوبو په ضایعاتو کې د پام وړ کمښت راشي او د کروندګرو د حاصلاتو د لوړېدو لامل به هم شي. یاد کانال ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۰ سلنه لوړ شي چې، د دې کانال له لارې خړوبیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت