د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ د سرپل او پکتیکا په ولایتونو کې د یو زر او ۱۳۰ پروژو چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۳:۳۶
د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ د سرپل او پکتیکا په ولایتونو کې د یو زر او ۱۳۰ پروژو چارې پیل شوې


۲۷ غوی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پکتیکا او سرپل په ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې د پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې. ددې طرحې د پلي کېدو په پیل سره په یادو ولایتونو کې  د ۵۶۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په ټولیزه توګه، یو زر او ۱۳۰ پروژې پلي کیږي.
په دغو پروژو کې ۴۳۰ ممیزخونې جوړول، د پیازو ۲۸۰ زېرمتونونه، د کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې په پار ۵۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړل، د سره ممیزو د وچولو په پار ۱۰۰ مرکزونه جوړول او پر بزګرو مېرمنو او بڼوالو د مېوو او سبو ۱۰۰ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.
د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدسلیم رنجبر وویل: «د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۸۷۰ پروژو له ډلې، چې په سرپل ولایت کې پلي کیږي، په کې د ۳۵۰ یې ممیزخونو، د پیازو ۲۰۰ زېرمتونونه، د کچالو ۱۲۰ زېرمتونونه جوړول او پر بزګرو مېرمنو د سبو او مېوو ۸۰ وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي. ټول یادې پروژې او د مېوې د ساتنې په پار ۲۰ صفرانرژۍ سارک سړې خونې او د سره ممیزو د چوولو په پار ۱۰۰ مرکزونه د څه باندې ۳۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سرپل ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د پراختیایي شوراګانو له خوا پلی کیږي.»
د سرپل مرستیال والي عبدالمالک عظیمي ژمنه وکړه، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو له عملي کېدو څخه په جدي توګه ملاتړ کوي، تر څو یادې پروژې په دقیقه توګه پلی شي.
په همدې توګه د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د پکتیکا  په ولایت کې د ۱۸۵ میلیونه او ۷۶۷ زره او ۱۶۹ افغانیو په لګښت د ۲۶۰ نویو کرنیزو پروژو چارې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکر حقیار وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوی دی.
حقیار زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې ۸۰ ممیزخونې، د کچالو ۸۰ زېرمتونونه، د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې په پار ۳۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۲۰ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي، چې د پکتیکا د مرکز په ګډون ددې ولایت په اتو ولسوالیو کې پلي کیږي.
د پکتیکا د کرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
د پکتیکا مرستیال والي شیر پادشاه ارګونی د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل  او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
د کرنې وزارت دغه برنامه، د بڼوالو او بزګرانو د اړتیاوو پر بنسټ هغو ته کرنیز بنسټونه جوړوي. ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه  د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۲۶
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس: خیره بنسټونه او همکارې مؤسسې دې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې سېلابونو بزګرانو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۱۴
Background image

د کرنې وزیر د ولایتونو د کرنې له رییسانو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ولایتونو د کرنې له رییسانو سره وکتل او د هغوی پر ستونزو یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د دغه ریاست د نقشو د چاپ له څانګې څخه ليدنه وکړه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د دغه ریاست د مېټاډېټا رياست د نقشو د چاپ له څانګې څخه په داسې حال کې ليدنه و کړه، چې د اراضۍ ریاست د استملاک او. . .

بازگشت