د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه بڼوال او بزګرانو ته کرونا سره د مبارزې په هکله پوهاوی ورکوي

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۲ - ۱۸:۲۴
پروژه‌ی ملی باغداری و مالداری وزارت زراعت درباره‌ی مبارزه با کرونا به باغداران و مالداران آگاهی‌دهی می‌کند


۲۲ غویی ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژه، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي، له تېرو دوو میاشتو را په دې خوا د کوویډ-۱۹ یا کرونا ویرس څخه د مخنیوي او د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا د لارې چارې په هکله بزګرانو او بڼوالو ته د پوهاوی کمپاین په لاره اچولی دی.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نارینه او ښځینه کروندګرو او مالدارانو ته د روغتیایي سپارښتنو په رعایت سره په ګروپونو کې د کرونا سره د مبارزې لارې چارې ښیي.
یاد کاري ګروپونه، تر دې مخکې ددې پروژې له خوا د بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا د فعالیتونو د پلي کېدو په پار جوړ شوي ول.
یاده پروژه د نړیوال روغتیایي سازمان او د هېواد د عامې ورغتیا وزارت له لارښوونو په استفادې سره یو شمېر پیغامونه جوړ کړي دي او دغه پیغامونه په چاپي او غیر چاپي بڼه پر بڼوالو او مالدارانو وېشي. د عامه پوهاوی دغه کمپاین د مخکښو بزګرانو او مالدارانو او د حیواني روغتیا واحدونو له لارې کلیوالو خلکو ته رسول کیږي.
ددې کمپاین په پیغامونو کې ویل شوي دي، چې خلک د خپل بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا په پار کوم، سابه، مېوې او حیواني محصولات وخوري؛ څنګه خپل خواړه پاک وساتي او په خپلو چارو کې باید کوم ټکي رعایت کړي او کوم روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت