میدان وردګ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو عملي چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۰ - ۱۱:۲
میدان وردګ کې  د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو عملي چارې پیل شوې


۲۰ غویی ۱۳۹۹
 په میدان وردګو ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو د بنسټ ډبره نن ددې ولایت د والي، د حکومتي ادارو چارواکو، د خلکو یوشمېر استازو، بزګرانو او بڼوالو په شتون کېښودل شوه.
په هغه غونډه کې، چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې د بنسټ اېښودو په موخه جوړه شوې وه، د میدان وردګو ولایت والي مظفر الدین یمین  د یاد ولایت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه: «د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو او بزګرانو ته یو ښه فرصت دی او زېرمتونونو او سړوخونو جوړول به د میدان وردګ ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري .»  ښاغلي یمین ددې ولایت د ولایتي شورا وکیلانو، علماوو، ولسونو او خلکو څخه وغوښت چې ددې پروژې په پلي کولو کې له اړوندو چارواکو سره همکاري وکړي، ترڅو یاده پروژه په ښه ډول پلی او ددې ولایت کرنیز توکي مدیریت شي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس  ولید احمدتسل وویل، چې دیادو پروژو د پلي کېدو موخه د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو مدیریت او ساتنه، د کار زمینې برابرول او په ټوله کې د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
ښاغلی تسل وویل میدان وردګ یو کرنیز ولایت دی، چې تر ۱۰۰ زره ټنه مڼې، ۹۰ زره ټنه کچالو او همدارنګه په لویه کچه پیاز تولیدوي او د زېرمتونونو او سړوخونو په جوړولو سره به د یادو محصولاتو زیاته برخه له خوساکېدو او ضایع کېدو څځه وژغورل شي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو. تر هغه وروسته ددې برنامې چارې په هرات، دایکندي، کندهار، پکتیا، بامیان، پروان، لوګر او ننګرهار کې پیل شوې.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت