د اروزګان په ولایت کې د زیرې کرکېله دود شوی دی

user-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۰:۵۰
د اروزګان په ولایت کې د زیرې کرکېله دود شوی دی

سږکال ددې ولایت په ۵۰۰ هکټاره ځمکه توره او سپینه زیره کرل شوي دي. ددې ولایت د زېرې کلنۍ تولید ۶۰۰ ټنو ته رسیږي. 
تېرو کلونو کې هم په دې ولایت کې یوشمېر بزګرانو په خپلو کروندو کې زیره کرلې وه، چې حاصل یې  د قناعت وړ و. د اروزګان زیره د کیفیت له پلوه غوره زیره ده او په کور د ننه او بهر ښه مارکېټ هم لري.
زیره، چې په اصل کې یو غرنۍ بوټی دی، ځانګړې اقلیمي شرایطو ته اړتیا نه لري نو په همدې موخه د افغانستان په ډېرو سیمو کې یې کرکېله دود شوې ده.
له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کیږي او ډېر مینه وال او پېرېدونکي لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت