د موسی کلا بند او زمینداور د کانالونو تخنیکي سروې پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۷ - ۲۲:۳۵
د موسی کلا بند او زمینداور د کانالونو تخنیکي سروې پیل شو

۱۷ وری ۱۳۹۹
د هلمند په ولایت کې د  موسی کلا بند او زمینداور د کانالونو تخنیکي سروې پیل شوي دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دوو بنسټیزو پروژو «د موسی کلا بند او زمینداور د کانالونو تخنیکي سروې» پیل شوي دي.
د موسی کلابند په رغولو سره به ددې ولایت اړوند د موسی کلا او نوزاد ولسوالی  نږدې ۱۲زره هکتاره ځمکه ترخړوبولو لاندې راشي او همدارنګه یاد بند به د ۴۰۰متر مکعب اوبو د زېرمه  کولو وړتیا ولري، چې د ۵۵ څخه تر ۶۰ متره پورې لوړوالی او  ۱.۸ کیلو متره به یې سور وي.
همدارنګه زمینداور کې به دوه کانالونه چې یو به یې ۱۰۳۰ متره لوړوالی ولري او اوبه به په کې د پمپونو له لارې خیژي اوبیابه د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. 
په یاده سیمه کې یو بل کانال چې ۱۰۸۰ متره د اصلي نقطې څخه لوړوالی لري د کجکي د پارچاوي څخه به مستقیما اوبه ورکول کیږي، چې له دواړو کانالونو څخه به نږدې ۱۶ زره هکتاره ځمکه ترخړوبولو لاندې شي او هم به د تر ځمکې لاندې  ۳۶۰ کاریزونو په اوبو باندې  به مثبت اغېز ولري.
د یادو پروژو تخنیکي سروې به د درې میاشتو په ترڅ کې بشپړ او له ډیزاین وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت