هرات کې د ۷ میلیونه افغانیو په پانګونه د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو فارم جوړ او پرانیستل شو
۴ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د دغه ولایت په ګذرې ولسوالی کې د «ادیاک» په نوم د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو یو معیاري فارم، د ۷ میلیونه افغانیو په پانګونه جوړ او پرانیستل شو.
دغه فارم د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د چرګانو د نسل د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی، چې د دوه زره جریبه ځمکې په مساحت کې فعالیت کوي.
په یاد فارم کې د اجدادي، مورنیو او پولټ چرګانو بېلابېل ډولونه روزل کېږي، چې ورسره به د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو د تولید په برخه کې د هېواد کورني ظرفیت پیاوړی شي. د دغه فارم په فعالیت سره ۶۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یاد فارم د جوړېدو اساسي موخه د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو په تولید کې ځانبسیاینې ته رسېدل، پر وارداتي چرګانو او اړوندو محصولاتو د اتکا کمول، د کورنیو تولیداتو زیاتول او په ځانګړي ډول ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
د چرګانو روزنه او د چرګانو د تولیدي فارمونو جوړول د هېواد د مالدارۍ سکټور د ودې، د خوراکي توکو د تولید د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ارزښت لري. د نسلي او مورنیو چرګانو د روزنې او تولید پراختیا کولی شي د چرګانو د غوښې او هګیو د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ، د وارداتو د کچې په راکمولو او د هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
