د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د ازبیکستان د انرژۍ او اوبو له وزیر سره وکتل
۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ازبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د دغه هېواد د انرژۍ او اوبو له وزیر سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوبو سرچینو د مدیریت، د اوبولګولو سیسټمونو د ښهوالي، له اوبو سرچینو څخه د اغېزمنې او دوامدارې ګټې اخیستنې او د تخنیکي تجربو د تبادلې په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې او نظرونه تبادله کړل. د ازبیکستان د انرژۍ او اوبو وزیر هم د اوبو د مدیریت په برخه کې د افغان متخصصینو لپاره د تخصصي زدهکړو د زمینې برابرولو او د هغوی د مسلکي ظرفیت د لوړولو په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د ازبیکستان د اوبولګولو له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه او د دغه مرکز له علمي او تخنیکي ظرفیتونو او روزنیزو پروګرامونو سره، په ځانګړې توګه د څاڅکي اوبولګولو په څېر د اوبولګولو له نویو سیسټمونو سره بلد شو.
ورپسې، پلاوي د ټراکټورونو او کرنیزو ماشینآلاتو د تولید له یوه شرکت څخه هم لیدنه وکړه او د دغه شرکت د تولیدي ظرفیتونو، د بېلابېلو کرنیزو ماشینآلاتو ډولونه او تخنیکي امکانات یې وڅېړل. په دې لیدنه کې د کرنې د میکانیزه کولو او د افغانستان له کرنیزو شرایطو سره د برابرو ماشینآلاتو د کارونې په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بزګرانو لپاره د پورونو ورکولو برخې له رییس سره هم لیدنه وکړه. په دې کتنه کې د کرنیزو پورونو د برابرولو، له بزګرانو څخه د مالي ملاتړ، مالي سرچینو ته د هغوی د لاسرسي د اسانتیا او د کرنیزو تمویلاتو د رول په اړه، چې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لامل ګرځي، خبرې وشوې.
دغه لیدنې او کتنې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د تجربو د لېږد، د متخصصینو د ظرفیت لوړولو او د کرنې او اوبو سرچینو د مدیریت په برخو کې له نویو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره شوې دي.
