د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د ازبیکستان د انرژۍ او اوبو له وزیر سره وکتل

mail-admin
Sat, Nov 14 2026 2:44 PM
دیدار معین وزارت زراعت افغانستان  با وزیر انرژی و آب اوزبیکستان 

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ازبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د دغه هېواد د انرژۍ او اوبو له وزیر سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوبو سرچینو د مدیریت، د اوبولګولو سیسټمونو د ښه‌والي، له اوبو سرچینو څخه د اغېزمنې او دوامدارې ګټې اخیستنې او د تخنیکي تجربو د تبادلې په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې او نظرونه تبادله کړل.              د ازبیکستان د انرژۍ او اوبو وزیر هم د اوبو د مدیریت په برخه کې د افغان متخصصینو لپاره د تخصصي زده‌کړو د زمینې برابرولو او د هغوی د مسلکي ظرفیت د لوړولو په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د ازبیکستان د اوبولګولو له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه او د دغه مرکز له علمي او تخنیکي ظرفیتونو او روزنیزو پروګرامونو سره، په ځانګړې توګه د څاڅکي اوبولګولو په څېر د اوبولګولو له نویو سیسټمونو سره بلد شو.
ورپسې، پلاوي د ټراکټورونو او کرنیزو ماشین‌آلاتو د تولید له یوه شرکت څخه هم لیدنه وکړه او د دغه شرکت د تولیدي ظرفیتونو، د بېلابېلو کرنیزو ماشین‌آلاتو ډولونه او تخنیکي امکانات یې وڅېړل. په دې لیدنه کې د کرنې د میکانیزه کولو او د افغانستان له کرنیزو شرایطو سره د برابرو ماشین‌آلاتو د کارونې په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بزګرانو لپاره د پورونو ورکولو برخې له رییس سره هم لیدنه وکړه. په دې کتنه کې د کرنیزو پورونو د برابرولو، له بزګرانو څخه د مالي ملاتړ، مالي سرچینو ته د هغوی د لاسرسي د اسانتیا او د کرنیزو تمویلاتو د رول په اړه، چې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لامل ګرځي، خبرې وشوې.
دغه لیدنې او کتنې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د تجربو د لېږد، د متخصصینو د ظرفیت لوړولو او د کرنې او اوبو سرچینو د مدیریت په برخو کې له نویو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره شوې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS