کندهار کې د لمپي سکین، خارجي پرازیتونو او کانګو ناروغیو پر وړاندې نږدې ۴۰۰ زره څاروي تر پوښښ لاندې نیول شوي
۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د څارویو د روغتیا ساتنې، د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوي او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه، د کندهار ولایت په ښار او ولسوالیو کې پراخ وقایوي کمپاینونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې نږدې ۴۰۰ زره لوی او کوچني څاروي د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې واکسین او درملنه شوي دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ او د دغه ریاست د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې د لمپي سکین ناروغۍ او د کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې د خارجي پرازیتونو او کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي کمپاین ترسره شوی دی.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت ډاکټر قدرتالله حنفي وایي، په یاد کمپاین کې د شورابک او ریګستان ولسوالیو پرته د کندهار په ټولو ولسوالیو کې ۲۱۸ زره لوی څاروي د لمپي سکین ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په اتو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۸۰ زره لوی او کوچني څاروي د خارجي پرازیتونو پر وړاندې واکسین او درمل شوي او ترڅنګ یې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د غواګانو پر پنځو زرو فارمونو دواپاشي هم ترسره شوې ده.
د نوموړي په وینا، د دغو کمپاینونو موخه د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو د احتمالي ناروغیو پر وړاندې د وقایوي تدابیرو نیول، د مالدارۍ سکتور سالمه وده، د څارویو د مړینې کچې راټیټول، له څارویو څخه انسانانو ته د ناروغیو د لېږد مخنیوی او د چاپېریال روغتیا ساتنې ته پاملرنه ده.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت همدارنګه خبر ورکوي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې به د طبق ناروغۍ د مخنیوي لپاره هم وقایوي کمپاین پیل کړي، چې په ترڅ کې به یې لسګونه زره لوی څاروي د دغې خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
د یادونې وړ ده، چې د څارویو پر وړاندې د وقایوي واکسینونو او روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د مالدارۍ د ودې، د څارویو د ناروغیو د کنټرول او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.
