خوست کې د ممپلو د «تاشکند» ورایټۍ د حاصلاتو او تولیدي وړتیاوو د ارزونې په موخه کرنیزې څېړنې ترسره شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۸:۵۹
خوست کې د ممپلو د «تاشکند» ورایټۍ د حاصلاتو او تولیدي وړتیاوو د ارزونې په موخه کرنیزې څېړنې ترسره شوې

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د ممپلو د «تاشکند» ورایټۍ د ۱۴ لینونو د حاصلاتو او اړوندو معلوماتو د راټولولو بهیر ترسره شو.
د دغه فعالیت موخه د ممپلو د یادې ورایټۍ د حاصلاتو ارزونه، د کرنیزو معلوماتو راټولول او د دې نبات د تولیدي وړتیاوو څېړل دي، څو د کرنیزو څېړنو پر بنسټ د ممپلو د کرکېلې او تولید د لا ښه‌والي لپاره اړین معلومات او شواهد چمتو شي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د کرنیزو څېړنو، عملي تجربو او علمي ارزونو له لارې د بېلابېلو کرنیزو نباتاتو تولیدي وړتیاوې وارزوي او د کرنې د ودې، د حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیزو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې خپل فعالیتونه لا پراخ او پیاوړي کړي.
کرنیزې څېړنې د اصلاح شویو او لوړ حاصل ورکوونکو کرنیزو نباتاتو د پېژندنې، د حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیزو تولیداتو د کیفیت د ښه‌والي په برخه کې مهم رول لري. د کرنیزو څېړنو له لارې د بېلابېلو نباتاتو د تولیدي وړتیاوو ارزونه د بزګرانو لپاره د مناسبو کرنیزو ورایټیو په ټاکنه کې مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبو ایستلو کانال د پاکولو چارې پیل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالی د غازي‌آباد د ملایانو کلي د اوبو ایستلو کانال (زابر) د پاکولو پروژې چارې د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

خوست کې د درېیو انسټیټونو محصلینو ته په کرنیزو، مالدارۍ او ځنګلونو برخو کې عملي او مسلکي روزنه ورکول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د درېیو انسټیټونو محصلینو ته د کرنیزو علومو، مالدارۍ او ځنګلونو په برخو کې عملي روزنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

هلمند کې ۱۶۵۰ بزګرانو او کورنیو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت په بغني او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د همکارو مؤسسو په همکارۍ، ۱۶۵۰ بزګرانو او کرنیزو. . .

بازگشت