بادامباغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې له رییس محمد صابر لطیفي سره وکتل او په بادامباغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو لپاره یې د اړینې همغږۍ او چمتووالي په اړه خبرې وکړې. ټاکل شوې ده، چې دغه نندارتون د روان کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه جوړ شي.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت او د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې ترمنځ د ګډې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو راتلونکی نندارتون په معیاري او بېلګهییز ډول ترسره شي او د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د معرفي کولو لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.
محمد صابر لطیفي هم ژمنه وکړه، چې د دغه نندارتون په جوړولو کې به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د کتنې په پای کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې له پخوانیو همکاریو مننه او قدرداني وکړه.
