بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
Mon, Oct 19 2026 2:57 PM
برگزاری جلسه هماهنگی برای تدویر نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې له رییس محمد صابر لطیفي سره وکتل او په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو لپاره یې د اړینې همغږۍ او چمتووالي په اړه خبرې وکړې. ټاکل شوې ده، چې دغه نندارتون د روان کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه جوړ شي.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت او د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې ترمنځ د ګډې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو راتلونکی نندارتون په معیاري او بېلګه‌ییز ډول ترسره شي او د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د معرفي کولو لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.
محمد صابر لطیفي هم ژمنه وکړه، چې د دغه نندارتون په جوړولو کې به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د کتنې په پای کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې له پخوانیو همکاریو مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS