ننګرهار کې د جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په‌پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۲
ننګرهار کې د جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په‌پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د ننګرهار ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۳۰ ننداریزو کروندو لپاره د جوارو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او نغدي مرسته ووېشل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د یاد پروګرام پر مهال وویل، چې د ولایت له ۱۵ ولسوالیو څخه ۳۰ بزګران د یو ـ یو جریب ننداریزې کروندې د کرلو لپاره ټاکل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، هر بزګر ته  ۸ کیلوګرامه د جوارو زود رس تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره  او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
هغه همدارنګه وویل، د ځمکې د نرمکارۍ او اړینو کرنیزو عملیاتو د ترسره کولو په موخه، هر بزګر ته ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شوه.
د ننګرهار دکرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام موخه د جوارو د اصلاح شويو تخمونو دودول، د حاصلاتو زیاتوالی، د عصري کرنیزو کړنو ترویج او د بزګرانو عملي وړتیاوو لوړول دي. په همدې موخه به یادو بزګرانو ته د جوارو د کر، پالنې او حاصل‌اخیستنې په بېلابېلو پړاوونو کې مسلکي او عملي روزنې هم وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې د ننداریزو کروندو جوړول د اصلاح شويو تخمونو او پرمختللو کرنیزو کړنو د ترویج لپاره اغېزمنه لاره بلل کېږي، چې له لارې یې بزګران د عملي تجربو پر بنسټ د تولید د زیاتوالي او غوره کرنیزو میتودونو سره اشنا کېږي.


در ۱۵ ولسوالی ننگرهار برای ایجاد کشتزارهای نمایشی جواری، کمک‌های زراعتی به شماری از دهقانان توزیع شد
۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور ایجاد ۳۰ کشتزار نمایشی جواری در ۱۵ ولسوالی ولایت ننگرهار، تخم‌های اصلاح‌شده جواری، کودهای کیمیاوی و کمک نقدی را میان دهقانان توزیع کرد.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، در جریان این برنامه گفت که از ۱۵ ولسوالی این ولایت، ۳۰ دهقان برای ایجاد کشتزارهای نمایشی، هر کدام در یک جریب زمین، انتخاب شده‌اند. وی افزود که به هر دهقان ۸ کیلوگرام تخم زودرس اصلاح‌شده جواری، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع شده است.
وی همچنین گفت که برای آماده‌سازی زمین و انجام عملیات ضروری زراعتی، به هر دهقان مبلغ یک هزار افغانی کمک نقدی نیز پرداخت شده است.
براساس معلومات ریاست زراعت ننگرهار، هدف از اجرای این برنامه، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده جواری، افزایش حاصلات، گسترش روش‌های نوین زراعتی و ارتقای ظرفیت عملی دهقانان است. در همین راستا، برای دهقانان در مراحل مختلف کشت، مراقبت و برداشت حاصل جواری، آموزش‌های مسلکی و عملی نیز ارائه خواهد شد.
قابل یادآوری است که ایجاد کشتزارهای نمایشی یکی از راهکارهای مؤثر برای ترویج تخم‌های اصلاح‌شده و روش‌های پیشرفته زراعتی به شمار می‌رود و از این طریق، دهقانان بر اساس تجربه عملی با شیوه‌های بهتر زراعت و افزایش تولید آشنا می‌شوند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت