د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د روغتیا د خوندي کولو په موخه ۱۱۲ زره ډوزه د «پي‌پيار» ناروغۍ ضد واکسین سپارل شوي، چې ډېر ژر به د ولایت په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو پر اړوندو څارویو تطبیق شي.
د یاد ریاست د مسؤولینو په وینا، دغه واکسین د کوچنیو ژویو د طاعون «پي‌پيار»  ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره ځانګړی شوی او د کمپاین له لارې به زرګونه میږې او وزې تر پوښښ لاندې راشي.
د کرنې ریاست وایي، د دې واکسین د تطبیق اساسي موخه د میږو او وزو د روغتیايي وضعیت ښه کول، د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د تلفاتو کمول او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو راټیټول دي.
د یادونې وړ ده، چې د«پي‌پيار» ناروغي د کوچنیو ژویو له خورا خطرناکو ساري ناروغیو څخه ده او واکسین کول یې د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه او باوري لاره ګڼل کېږي. د همدې موخې لپاره د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له ټولو مالدارانو غوښتنه کړې، چې د واکسین د تطبیق له ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي، څو د څارویو د روغتیا ساتنې او د مالدارۍ د ودې لپاره ټاکل شوي اهداف په بریالیتوب سره ترلاسه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۷:۳۹
Background image

کندهار کې د نږدې ۶۰ زره کوچنیو څارویو د چیچک ناروغۍ پر وړاندې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۷:۳۸
Background image

د سړخونو د مېکانیزم مسودې د وروستي کولو په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د سړخونو د مېکانیزم د مسودې او ترې د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه د همغږۍ او تخنیکي غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۳۰
Background image

د هلمند د کرنې رییس د اصلاح شوو تخمونو تولیدي شرکت او د مالدارۍ آمریت چارې وارزولې

۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم (عبدالرحمن) د اصلاح شوو تخمونو د تولید له یوه خصوصي شرکت څخه لیدنه وکړه.
ددې. . .

بازگشت