لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د الیشنګ او بادپښ ولسوالیو ۱۴۸ بزګرانو ته د هایبرایډ جوارو تخم او کیمیاوي سرو وېش ترسره شو.
یاده مرسته د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن د لارښوونې پر بنسټ، د الیشنګ او بادپښ ولسوالیو د ترویج مدیرانو او د «اې‌بي‌ام» مؤسسې د استازو په حضور کې پر مستحقو بزګرانو ووېشل شوه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن وویل: «دغه مرسته د الیشنګ او بادپښ ولسوالیو ۱۴۸ مستحقو کورنیو ته ځانګړې شوې وه، چې هر بزګر ته پکې ۶ کیلوګرامه د هایبرایډ جوارو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره (یوریا) او ۲۵ کیلوګرامه توره سره  ورکړل شوه.»
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د کرنې سکتور پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش د بزګرانو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت