لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایفپي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اېبيام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د الیشنګ او بادپښ ولسوالیو ۱۴۸ بزګرانو ته د هایبرایډ جوارو تخم او کیمیاوي سرو وېش ترسره شو.
یاده مرسته د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن د لارښوونې پر بنسټ، د الیشنګ او بادپښ ولسوالیو د ترویج مدیرانو او د «اېبيام» مؤسسې د استازو په حضور کې پر مستحقو بزګرانو ووېشل شوه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن وویل: «دغه مرسته د الیشنګ او بادپښ ولسوالیو ۱۴۸ مستحقو کورنیو ته ځانګړې شوې وه، چې هر بزګر ته پکې ۶ کیلوګرامه د هایبرایډ جوارو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره (یوریا) او ۲۵ کیلوګرامه توره سره ورکړل شوه.»
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د کرنې سکتور پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش د بزګرانو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
