د پکتیکا په ګومل ولسوالی کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۲
د پکتیکا په ګومل ولسوالی کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې او د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب په لړ کې د لرګیو د قاچاق یوه بله هڅه شنډه کړه.
د معلوماتو له مخې، دوه ټراکټورونه چې د نعمت‌آباد ولسوالی څخه یې د لرګیو بار د قاچاق له لارې د خیرکوټ ولسوالی پر لور لېږداوه، د ګومل ولسوالی د ده‌کلاګي په سیمه کې د کرنې ریاست د مسؤلینو او اړوندو ام.نیتي ارګانونو د ګډو هڅو په پایله کې ونیول شول.
د یادې پېښې په تړاو نیول شوي وسایط او لرګي د قانوني اجراآتو او نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. د پکتیکا د کرنې ریاست مسؤلین وایي، چې د ځنګلونو د غیرقانوني پرېکولو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره به خپلې څارنې او عملي اقدامات لا پیاوړي کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د ځنګلونو په ساتنه کې له دولتي ادارو سره همکاري وکړي، ځکه ځنګلونه د هېواد ارزښتمنه ملي شتمني او د راتلونکو نسلونو امانت دی.
یاد وزارت ټینګار کوي، چې د قدرتي زېرمو د ساتنې په برخه کې به له سرغړونکو سره د نافذه قوانینو له مخې جدي او قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت