هلمند کې د شاتو مچیو پر یوشمېر فارم‌لرونکو د شاتو پروسس ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۴
هلمند کې د شاتو مچیو پر یوشمېر فارم‌لرونکو د شاتو پروسس ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري ٢٢ پایې د شاتو د پروسس ماشینونه د شاتو مچیو فارم‌لرونکو ته ووېشل شول.
یاد ماشینونه چې له پخوا راهیسې د کرنې ریاست سره موجود وو د کرنې رییس په لارښودنه، د یوې ګډې کمېټې په حضور کې مستحقو فارم‌لرونکو ته وسپارل شول.
په دغه پروسه کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر، د مچیو فارمدارانو د رییس مرستیال، منشي او د مچیو اتحادیې استازو ګډون درلود، او د اتحادیې له لوري تایید شوي ف فارم‌لرونکي ترې برخمن شول.
د مسؤلینو په وینا، د دغو ماشینونو د وېش موخه د شاتو د پروسس بهیر معیاري کول او د مچیو فارم‌لرونکو ملاتړ دی، ترڅو هغوی وکولای شي په راتلونکې کې د خپلو تولیداتو د پروسس او کیفیت د ښه والي لپاره له یادو وسایلو څخه پر وخت او اغېزمنه ګټه واخلي. 
همدارنګه د یادو توکو د وېش پر مهال د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر فارم‌لرونکو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وکړې، څو د ورکړل شوو ماشینونو سمه او مؤثره استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت