کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۹
کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌ای‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او» په مالي او تخنیکي همکارۍ، د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د درمل شیندنې او د څارویو د خارجي پرازیتونو د له منځه وړلو پراخ کمپاین پیل شوی، چې دا مهال د مرکز په ګډون په شپږو ولسوالیو کې په مؤثره توګه روان دی.
دغه کمپاین د خصوصي حیواني ډاکټرانو په همکارۍ پلي کېږي، چې موخه یې د زونوز یا د انسان او حیوان ترمنځ د انتقالېدونکو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د روغتیا ساتنه او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول دي.
د مسؤلینو په وینا، د لوی اختر تر رارسېدو پورې به د څارویو د پلور نخاسونه او اړوند سیمې په دوامداره ډول د موظفو ټیمونو له لوري دواپاشي کېږي او ترڅنګ به مالدارانو ته د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي، نښو نښانو او وقایوي تدابیرو په اړه عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.
همدارنګه د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت مسؤلین وخت په وخت د یاد کمپاین له بهیر څخه نظارت ترسره کوي او مالدارانو ته د کمپاین د موخو، تطبیقي میکانېزم او د تطبیق د ساحو په اړه لازم معلومات وړاندې کوي.
د یاد کمپاین په ترڅ کې به زرګونه څارویو ته د خارجي پرازیتونو ضد درمل تطبیق او د هغوی غوجلې دواپاشي شي. سربېره پر دې، د کانګو تبې ضد درمل، دواپاشي پمپونه او د حفظ‌الصحې اړوند وسایل هم د حیواني ډاکټرانو په واک کې ورکړل شوي، ترڅو د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی په اغېزمن ډول ترسره شي.
کانګو تبه یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالېږي او د انسانانو لپاره جدي روغتیايي ګواښ بلل کېږي. روغتیايي او مالدارۍ مسؤلین ټینګار کوي، چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې وختي وقایه، دوامداره درمل شیندنه او عامه پوهاوی د بشري روغتیا او مالدارۍ سکتور د خوندیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۹
Background image

کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۵
Background image

کندهار ته د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په‌پار د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست یو رسمي پلاوی د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې او د اړوندو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۱
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونو لپاره د څاڅکو اوبه خور سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د ویرو مؤسسې په. . .

بازگشت