کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل شو

mail-admin
Wed, May 20 2026 3:29 PM
کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌ای‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او» په مالي او تخنیکي همکارۍ، د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د درمل شیندنې او د څارویو د خارجي پرازیتونو د له منځه وړلو پراخ کمپاین پیل شوی، چې دا مهال د مرکز په ګډون په شپږو ولسوالیو کې په مؤثره توګه روان دی.
دغه کمپاین د خصوصي حیواني ډاکټرانو په همکارۍ پلي کېږي، چې موخه یې د زونوز یا د انسان او حیوان ترمنځ د انتقالېدونکو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د روغتیا ساتنه او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول دي.
د مسؤلینو په وینا، د لوی اختر تر رارسېدو پورې به د څارویو د پلور نخاسونه او اړوند سیمې په دوامداره ډول د موظفو ټیمونو له لوري دواپاشي کېږي او ترڅنګ به مالدارانو ته د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي، نښو نښانو او وقایوي تدابیرو په اړه عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.
همدارنګه د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت مسؤلین وخت په وخت د یاد کمپاین له بهیر څخه نظارت ترسره کوي او مالدارانو ته د کمپاین د موخو، تطبیقي میکانېزم او د تطبیق د ساحو په اړه لازم معلومات وړاندې کوي.
د یاد کمپاین په ترڅ کې به زرګونه څارویو ته د خارجي پرازیتونو ضد درمل تطبیق او د هغوی غوجلې دواپاشي شي. سربېره پر دې، د کانګو تبې ضد درمل، دواپاشي پمپونه او د حفظ‌الصحې اړوند وسایل هم د حیواني ډاکټرانو په واک کې ورکړل شوي، ترڅو د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی په اغېزمن ډول ترسره شي.
کانګو تبه یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالېږي او د انسانانو لپاره جدي روغتیايي ګواښ بلل کېږي. روغتیايي او مالدارۍ مسؤلین ټینګار کوي، چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې وختي وقایه، دوامداره درمل شیندنه او عامه پوهاوی د بشري روغتیا او مالدارۍ سکتور د خوندیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS